د اندونیزیا په سوماترا ټاپو کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدو د قربانیانو شمېر تر ۲۱ تنو رسېدلی دی.
په اندونیزیا کې سیلابونه او د ځمکې ښویدنې؛ تر اوسه ۲۱ کسان وژل شوي دي
21 حوت 1402 ساعت 11:49
د اندونیزیا په سوماترا ټاپو کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدو د قربانیانو شمېر تر ۲۱ تنو رسېدلی دی.
آوا: د لویدیځې سوماترا د طبیعي پیښو سره د مبارزې د ادارې یوه چارواکي فجر سوګما د یکشنبې په ورځ د تلیفون له لارې ای اېف پي ته وویل چې تر اوسه ۲۱ تنه مړه شوي دي.
د دغه ځايي چارواکي په وینا ۶ نور کسان هم لادرکه دي.
هغه زياته کړه، چې د سوترا په سيمه کې د غونډۍ په څنډه کې يو کلي سخت زيانمن شوى او د ځمکې ښويېدنې له امله شاوخوا ٢٠٠ کورنۍ زيانمنې شوې دي.
تر دې مخکې یوه ځايي چارواکي ویلي وو چې ۱۸ کسان وژل شوي او ۵ نور لادرکه دي.
د مطلب کود: 287230