دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 287230
په اندونیزیا کې سیلابونه او د ځمکې ښویدنې؛ تر اوسه ۲۱ کسان وژل شوي دي
د اندونیزیا په سوماترا ټاپو کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدو د قربانیانو شمېر تر ۲۱ تنو رسېدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د لویدیځې سوماترا د طبیعي پیښو سره د مبارزې د ادارې یوه چارواکي فجر سوګما د یکشنبې په ورځ د تلیفون له لارې ای اېف پي ته وویل چې تر اوسه ۲۱ تنه مړه شوي دي.
 
د دغه ځايي چارواکي په وینا ۶ نور کسان هم لادرکه دي.
 
هغه زياته کړه، چې د سوترا په سيمه کې د غونډۍ په څنډه کې يو کلي سخت زيانمن شوى او د ځمکې ښويېدنې له امله شاوخوا ٢٠٠ کورنۍ زيانمنې شوې دي.
 
تر دې مخکې یوه ځايي چارواکي ویلي وو چې ۱۸ کسان وژل شوي او ۵ نور لادرکه دي.
https://avapress.com/vdchxqniv23n6id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته