کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکومت: د افغانستان نفوس څه باندې ۳۵ میلیونه تنه دی

21 حوت 1402 ساعت 11:52

د اسلامي امارت د احصایې او اطلاعاتو د ادارې ویاند محمد حلیم رافع اعلان وکړ چې د دې ادارې د اټکل له مخې د افغانستان نفوس څه باندې ۳۴.۹ میلیونه تنه دی.


آوا - کابل: د دوشنبې په ورځ د افغانستان ملي تلویزیون د رافع په حواله راپور ورکړ، چې د افغانستان د نفوس ۵۱ سلنه نارینه او ۴۹ سلنه یې ښځې دي.
 
هغه وویل چې اسلامي امارت د هیواد د نفوسو د دقیقې سرشمیرنې لپاره بودیجې ته اړتیا نلري او په یوه نوي پروګرام کار روان دی.
 
تر دې مخکې د اسلامي امارت د احصایې او اطلاعاتو ادارې ویلي و چې د افغانستان د نفوسو د سرشمیرنې طرحه یې کابینې ته وړاندې کړې او د بریښنايي تذکرو د ویش بهیر یې ګړندی کړی دی.
 
افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له لسیزو راهیسې یې د نفوسو بشپړ سرشمېرنه نه ده کړې.


د مطلب کود: 287231

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287231/حکومت-د-افغانستان-نفوس-څه-باندې-۳۵-میلیونه-تنه-دی

آوا
  https://www.avapress.com