افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دوشنبې په ورځ د افغانستان ملي تلویزیون د رافع په حواله راپور ورکړ، چې د افغانستان د نفوس ۵۱ سلنه نارینه او ۴۹ سلنه یې ښځې دي.
هغه وویل چې اسلامي امارت د هیواد د نفوسو د دقیقې سرشمیرنې لپاره بودیجې ته اړتیا نلري او په یوه نوي پروګرام کار روان دی.
تر دې مخکې د اسلامي امارت د احصایې او اطلاعاتو ادارې ویلي و چې د افغانستان د نفوسو د سرشمیرنې طرحه یې کابینې ته وړاندې کړې او د بریښنايي تذکرو د ویش بهیر یې ګړندی کړی دی.
افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له لسیزو راهیسې یې د نفوسو بشپړ سرشمېرنه نه ده کړې.