افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه اورښتونو او ناڅاپه سیلابونو په ډنډونو (هریرود، هلمند او کابل) کې د راوتلو اټکل شوی دی.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د سېلابونو او اوبو کچه به په ځانګړي ډول د فراه، خاشرود، هرمند، ارغنداب، ترنک، غزني، پکتیا، پکتیکا، لوګر، میدان، غوربند، پنجشیر، لغمان او کنړ په سیندونو کې لوړه شي.
دغه وزارت د دغو سمندرونو په څنډو کې له ټولو اوسېدونکو غوښتي چې د سېلابونو د راوتلو په صورت کې دې د سواحلو او لاندې سیمو اوسېدونکو ته خبر ورکړي.
دغه وزارت د دغو سیمو اوسېدونکو ته هم خبرداری ورکړی چې د ځان او خپلو ماشومانو د خوندیتوب لپاره دې سمندر غاړې ته له تګ ډډه وکړي، څو د ځان او مال له زیانونو مخنیوی وشي.