دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۴
د مطلب کود : 281966
حکومت هڅه کوي چې له پاکستان څخه راستانه شوو کډوالو ته ښه استقبال وکړي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د کندهار ولایت د مهاجرینو له کمپ څخه د لیدنې پر مهال وویل چې اسلامي امارت په خپل ټول توان سره هڅه کوي چې له پاکستان څخه د راستنیدونکو مهاجرینو ښه استقبال وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ملا خیرالله خیرخواه د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې له پاکستان څخه د راستنو شویو کډوالو له یوه کمپ څخه د لیدنې پر مهال وویل چې د چې اسلامي امارت په خپل ټول توان سره هڅه کوي چې له پاکستان څخه د راستنیدونکو مهاجرینو ښه استقبال وکړي.

ملا خیرخواه چې د راستنیدونکو مهاجرینو د کمیسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي د کمیټې مسول هم دی، په کندهار کې د راستنیدونکو د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د راستنېدونکو دچارو په سمبالښت کې د مسوولينو او کارکوونکو دکارونو قدرداني وکړه او په ځينو مواردو کې يې ددغه بهير دښه والي لپاره لازمې لارښوونې وکړې .

د راستنیدونکو مهاجرینو سره د چلند په اړه د کمیسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمیټې رئیس هم د بهرنیو او کورنیو ادارو د مرستو له بهیر څخه لیدنه وکړه او د اسلامي امارت له ادرس څخه یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

هغه له مرستندويه موسسو مننه وکړه چې د ده په وينا په حساس وخت کې د راستنېدونکو لاس نيوی کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د راستنیدونکو سره د چلند په موخه د بېلابېلو کمېټو مسوولینو ته په خطاب کې وویل، دا زموږ دیني او ملي مسوولیت دی چې د راستنیدونکو ستونزو ته په سمه توګه رسیدګي وکړو او خپلو خلکو ته روحیه ورکړو. تر څو خپل پاتې ژوند په افغانستان کې تېر کړي او یو خوندي او خوشحاله ژوند ولري.

د يادونې وړ ده، چې په کندهار کې د راستنېدونکو لپاره یو لوى کمپ اوس په تخت پول ولسوالۍ کې موقعيت لري. له دغه کمپ څخه له پاکستان څخه د جبري راستنېدونکو د خدمت بهیر پیلېږي.
https://avapress.com/vdch-zni-23n6wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته