دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۱۲
د مطلب کود : 279058
حکومت د خصوصي سکټور د ودې لپاره ښه فرصتونه برابر کړي دي
د لوګر والي ضیاءالرحمن مدني د دغه ولایت د چرګانو د پلورونکو اتحادیې له یو شمېر مسؤلینو سره په کتنه کې د دوی د ستونزو د حل ژمنه وکړه او ویې ویل چې اسلامي امارت د خصوصي څانګو د ودې لپاره ښه زمینه برابره کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوګر والي ضیاءالرحمن مدني د دغه ولایت د چرګانو د پلورونکو اتحادیې له یو شمیر مسؤلینو سره وکتل.
 
هدایت الله د چرګانو د پلورونکو اتحادیې په استازیتوب د دې اتحادیې د ستونزو په اړه خبرې وکړې او له ولایت مقام څخه یې وغوښتل چې په دې اتحادیه کې شته ستونزې هوارې کړي.
 
بل خوا د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئيس مولوي سيدالامين هاشمي د شته ستونزو په اړه معلومات ورکړل.
 
په همدې حال کې د لوګر والي ضیاالرحمن مدني د خصوصي سکتور وده د هېواد د پرمختګ لپاره خورا مهمه وبلله او ویې ویل؛ اسلامي امارت د خصوصي سکتور د ودې لپاره ښه فرصتونه برابر کړي دي.
 
لوګر والي دوی ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزو ته به پاملرنه کوي او د حل په موخه یې اړونده ادارو ته لازمې لارښوونې وکړې.
 
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د چرګانو نسل ډېر نه دی وده کړې او په دې برخه کې لا هم افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه چرګان پېري.
 
https://avapress.com/vdcgny9x7ak9uz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته