کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات والي د خواف – هرات د ریل پټلۍ د کار له پرمختګ څخه لیدنه وکړه

21 حوت 1402 ساعت 15:56

د هرات والي د "روزنک" سیمې ته د سفر په ترڅ کې د خواف – هرات د اورګاډي کرښې له پرمختګ څخه لیدنه وکړه.


آوا: د هرات والي شیخ نوراحمد اسلام جار د دغه سفر په ترڅ کې په روزنک تمځای کې د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ له مسوولینو سره وکتل او په ایران کې یې د پاتې کارونو د پرمختګ ډاډ ورکړ.
 
د رېل پټلۍ مسوولینو په دې ناسته کې وویل، چې د رېل پټلۍ ٢٤ ساعته روانې دي او د روزنک تمځای د ګمرک د جوړېدو چارې هم بشپړې شوې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د خواف – هرات د اورګاډي کرښې په بشپړ فعالېدو سره به د مسافرو او سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد لګښت تر ۵۰ سلنې پورې راټيټ شي.


د مطلب کود: 287248

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287248/د-هرات-والي-خواف-ریل-پټلۍ-کار-له-پرمختګ-څخه-لیدنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com