افغان غږ خبری آژانس: د هرات والي شیخ نوراحمد اسلام جار د دغه سفر په ترڅ کې په روزنک تمځای کې د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ له مسوولینو سره وکتل او په ایران کې یې د پاتې کارونو د پرمختګ ډاډ ورکړ.
د رېل پټلۍ مسوولینو په دې ناسته کې وویل، چې د رېل پټلۍ ٢٤ ساعته روانې دي او د روزنک تمځای د ګمرک د جوړېدو چارې هم بشپړې شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې د خواف – هرات د اورګاډي کرښې په بشپړ فعالېدو سره به د مسافرو او سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد لګښت تر ۵۰ سلنې پورې راټيټ شي.