کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ پر زیاتوالي خبرې وشوې

22 حوت 1402 ساعت 11:31

د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د یوې انلاین ناستې په ترڅ کې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د زیاتوالي او د ستونزو د حل او د سوداګرۍ او ترانزیټ پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو په اړه خبرې وکړې.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د سوداګرۍ وزارت له مرستیال محمد خرم سره په دې اړه مشوره او خبرې کړي دي. 

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، په دې کتنه کې دواړو لورو په تېرو دوه نیمو کلونو کې د وروستیو پرمختګونو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې پر زیاتوالي، د ستونزو د حل او د سوداګرۍ او ټرانزیټي خنډونو پر لرې کولو، د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې. 

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د کراچۍ په بندر کې د هېواد پر سوداګرو ډېر محدودیتونه لګولي او دې کار د ایران له چابهار بندر سره د افغان سوداګرو لېوالتیا زیاته کړې ده.


د مطلب کود: 287268

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287268/د-افغانستان-او-پاکستان-ترمنځ-سوداګرۍ-پر-زیاتوالي-خبرې-وشوې

آوا
  https://www.avapress.com