دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 287268
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ پر زیاتوالي خبرې وشوې
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د یوې انلاین ناستې په ترڅ کې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د زیاتوالي او د ستونزو د حل او د سوداګرۍ او ترانزیټ پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو په اړه خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د سوداګرۍ وزارت له مرستیال محمد خرم سره په دې اړه مشوره او خبرې کړي دي. 

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، په دې کتنه کې دواړو لورو په تېرو دوه نیمو کلونو کې د وروستیو پرمختګونو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې پر زیاتوالي، د ستونزو د حل او د سوداګرۍ او ټرانزیټي خنډونو پر لرې کولو، د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې. 

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د کراچۍ په بندر کې د هېواد پر سوداګرو ډېر محدودیتونه لګولي او دې کار د ایران له چابهار بندر سره د افغان سوداګرو لېوالتیا زیاته کړې ده.
https://avapress.com/vdciqyarvt1avr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته