کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له پاکستان څخه تر دوو سوو ډېر افغان کډوال په زوره ایستل شوي دي

22 حوت 1402 ساعت 11:37

د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له پاکستان څخه د ۲۱۷ افغان کډوالو د جبري شړلو خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر وایي، چې د تورخم له لارې ۴۹ افغان کورنۍ چې ۲۱۷ تنه یې په زوره له پاکستان څخه ایستل شوي، بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه راستانه شوي کسان د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو د جبري شړلو لړۍ دوام لري.


د مطلب کود: 287271

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287271/له-پاکستان-څخه-تر-دوو-سوو-ډېر-افغان-کډوال-په-زوره-ایستل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com