دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 287271
له پاکستان څخه تر دوو سوو ډېر افغان کډوال په زوره ایستل شوي دي
د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له پاکستان څخه د ۲۱۷ افغان کډوالو د جبري شړلو خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر وایي، چې د تورخم له لارې ۴۹ افغان کورنۍ چې ۲۱۷ تنه یې په زوره له پاکستان څخه ایستل شوي، بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه راستانه شوي کسان د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو د جبري شړلو لړۍ دوام لري.
https://avapress.com/vdccmmqis2bq4i8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته