کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ازبکستان له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د سرپرست حکومت له هڅو خوښ دی

24 حوت 1402 ساعت 10:13

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې په سیمه کې د امنیت د تامین، له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت له هڅو خوښي څرګنده کړه.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر پرون چهارشنبه د حوت ۲۳ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره وکتل.

په دې کتنه کې د اسلامي امارت د کورنیو چارو سرپرست وزیر د امنیتي وضعیت په اړه ډاډ ورکړ او د اقتصادي پروژو پیل یې د سیمې د ثبات لپاره مهم وباله.

په دې کتنه کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر هم د امنیت په تامین، له نشه یي توکو سره د مبارزې او د سیمې د ثبات په برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت له هڅو خوښي څرګنده کړه.


د مطلب کود: 287359

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287359/ازبکستان-له-نشه-يي-توکو-سره-د-مبارزې-په-برخه-کې-افغانستان-سرپرست-حکومت-هڅو-خوښ-دی

آوا
  https://www.avapress.com