افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر پرون چهارشنبه د حوت ۲۳ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره وکتل.
په دې کتنه کې د اسلامي امارت د کورنیو چارو سرپرست وزیر د امنیتي وضعیت په اړه ډاډ ورکړ او د اقتصادي پروژو پیل یې د سیمې د ثبات لپاره مهم وباله.
په دې کتنه کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر هم د امنیت په تامین، له نشه یي توکو سره د مبارزې او د سیمې د ثبات په برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت له هڅو خوښي څرګنده کړه.