کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ستندرد ملي اداره:

د نیمروز او دوغارون له پولو ۶۷ ټیټ کیفیت لرونکي تېل وړونکي ټانکرونه بېرته ایران مسترد شول

24 حوت 1402 ساعت 10:19

د ستندرد ملي اداره وايي، ۶۱ د تېلو بې کیفیته تېل وړونکي ټانکرونه د نیمروز له پولې او ۶ نور ټانکرونه د دوغارون له لارې بېرته ایران ته ستانه شوي دي.


آوا - کابل: دغې ادارې د سه شنبې په ورځ (د حوت ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د نیمروز په پوله کې یې د ۶۱ تیلو ټانکرونو د ننوتلو مخه نیولې چې کیفیت یې له معیار خلاف وو.

سټنډرډ ادارې دوغارون پوله د شپږ نورو ټيټ کيفيت لرونکي تېل ټانکرونو د واپسۍ اعلان هم کړی دی.

دغه رياست وايي، د دغو وارداتي تیلو کيفيت د سټنډر رياست له لوري په پام کې نيول شوي معيارونو سره سم نه و.

دغې ادارې له سوداګرو غوښتي چې د هېوادوالو د روغتیا او خوندیتوب په موخه دې د ټیټ کیفیت لرونکو توکو له واردولو ډډه وکړي.

د يادونې وړ ده، چې سږ کال هم د سټنډرډ ادارې لسګونه تېل وړونکي ټانکرونه د ټيټ کيفيت له امله د هېواد په پولو کې درولي دي.


د مطلب کود: 287361

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287361/د-نیمروز-او-دوغارون-له-پولو-۶۷-ټیټ-کیفیت-لرونکي-تېل-وړونکي-ټانکرونه-بېرته-ایران-مسترد-شول

آوا
  https://www.avapress.com