افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغې ادارې د سه شنبې په ورځ (د حوت ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د نیمروز په پوله کې یې د ۶۱ تیلو ټانکرونو د ننوتلو مخه نیولې چې کیفیت یې له معیار خلاف وو.
سټنډرډ ادارې دوغارون پوله د شپږ نورو ټيټ کيفيت لرونکي تېل ټانکرونو د واپسۍ اعلان هم کړی دی.
دغه رياست وايي، د دغو وارداتي تیلو کيفيت د سټنډر رياست له لوري په پام کې نيول شوي معيارونو سره سم نه و.
دغې ادارې له سوداګرو غوښتي چې د هېوادوالو د روغتیا او خوندیتوب په موخه دې د ټیټ کیفیت لرونکو توکو له واردولو ډډه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې سږ کال هم د سټنډرډ ادارې لسګونه تېل وړونکي ټانکرونه د ټيټ کيفيت له امله د هېواد په پولو کې درولي دي.