د پاسپورت وزارت ویاند نورالله پتمن وايي، چې د روان کال د ثور میاشتې تر ۲۱ مې نېټې پورې د پاسپورټونو د وېش له لارې یو میلیارد او ۸۴۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته جمع شوي دي.
د پاسپورت وزارت په څه کم دوو میاشتو کې شاوخوا دوه میلیارده افغانۍ راټولې کړې دي
24 حوت 1402 ساعت 10:25
د پاسپورت وزارت ویاند نورالله پتمن وايي، چې د روان کال د ثور میاشتې تر ۲۱ مې نېټې پورې د پاسپورټونو د وېش له لارې یو میلیارد او ۸۴۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته جمع شوي دي.
آوا: د افغانستان د پاسپورت ریاست د ویاند په خبره، د روان کال د دلوې میاشتې له پیل څخه حوت میاشت تر ۲۱ مې نېټې پورې د پاسپورتونو د وېش له لارې یو میلیارد او ۸۴۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوی دی.
د هغه په وينا، تر دې مهاله د دې رياست له خوا څه باندې درې سوه زره پاسپورټونه وېشل شوي دي.
باید وویل شي، چې اوس هم زرګونه کسان د پاسپورټونو د اخیستو لپاره په قطارونو کې ولاړ دي.
د مطلب کود: 287363