افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د پاسپورت ریاست د ویاند په خبره، د روان کال د دلوې میاشتې له پیل څخه حوت میاشت تر ۲۱ مې نېټې پورې د پاسپورتونو د وېش له لارې یو میلیارد او ۸۴۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوی دی.
د هغه په وينا، تر دې مهاله د دې رياست له خوا څه باندې درې سوه زره پاسپورټونه وېشل شوي دي.
باید وویل شي، چې اوس هم زرګونه کسان د پاسپورټونو د اخیستو لپاره په قطارونو کې ولاړ دي.