کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات ولایت کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله ۶ تنه مړه او ټپیان شوي

24 حوت 1402 ساعت 10:28

د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د تېرو څو ورځو د سختو بارانونو او د یوه کور د چت د نړېدو له امله لږ تر لږه څلور تنه مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.


آوا - هرات: د هرات ولایت د سرې میاشتې چارواکي وايي، چې پرون د هرات ښار په ۱۱مه ناحیه کې د تیرو څو ورځو د سختو اورښتونو له امله د یوه کور د چت د نړېدو له امله څلور کسان وژل شوی دی او  دوه نور ټپیان شوي.

د دوی په وینا په وژل شویو کې درې تنکي ماشومان او یوه امیندواره ښځه او په ټپیانو کې دوه تنکي ماشومان شامل دي.

د چارواکو په وينا، دغه کور پخوا د زلزلې له امله ويجاړ شوى و او د تېرې ورځې له سختو بارانونو وروسته په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.

ويل کيږي چې ددغې کورنۍ د اوو تنو غړو له جملې څخه يوازي ددغه کورنۍ پلار چې له کوره دباندې وو روغ دى او ټپيان هم روغتون ته ليږدول شوي دي .

د يادونې ده، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د هرات په ګډون د هېواد لوېديځ ولايتونه د سختو بارانونو شاهدان دي. دغه بارانونه د سړکونو د اوبو د ډوبیدو او سیلابونو سبب شوي دي.


د مطلب کود: 287365

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287365/په-هرات-ولایت-کې-د-یوه-کور-چت-نړېدو-له-امله-۶-تنه-مړه-او-ټپیان-شوي

آوا
  https://www.avapress.com