افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات ولایت د سرې میاشتې چارواکي وايي، چې پرون د هرات ښار په ۱۱مه ناحیه کې د تیرو څو ورځو د سختو اورښتونو له امله د یوه کور د چت د نړېدو له امله څلور کسان وژل شوی دی او دوه نور ټپیان شوي.
د دوی په وینا په وژل شویو کې درې تنکي ماشومان او یوه امیندواره ښځه او په ټپیانو کې دوه تنکي ماشومان شامل دي.
د چارواکو په وينا، دغه کور پخوا د زلزلې له امله ويجاړ شوى و او د تېرې ورځې له سختو بارانونو وروسته په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.
ويل کيږي چې ددغې کورنۍ د اوو تنو غړو له جملې څخه يوازي ددغه کورنۍ پلار چې له کوره دباندې وو روغ دى او ټپيان هم روغتون ته ليږدول شوي دي .
د يادونې ده، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د هرات په ګډون د هېواد لوېديځ ولايتونه د سختو بارانونو شاهدان دي. دغه بارانونه د سړکونو د اوبو د ډوبیدو او سیلابونو سبب شوي دي.