پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پوځي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې په شمالي وزیرستان کې پر یوه پوځي مرکز په ځانمرګي او ډله ییز برید کې د پاکستاني پوځ ۷ افسران وژل شوي او تر ۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
په شمالي وزیرستان کې په یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۲۵ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ټپیان دي
27 حوت 1402 ساعت 10:48
پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پوځي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې په شمالي وزیرستان کې پر یوه پوځي مرکز په ځانمرګي او ډله ییز برید کې د پاکستاني پوځ ۷ افسران وژل شوي او تر ۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
آوا: پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د شمالي وزیرستان پر یوه پوځي مرکز ځانمرګی برید شوی او بیا په دغه مرکز د ترهګرو عناصرو برید کړی دی.
څو شېبې وړاندې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ: په پوځي مرکز باندې د تروریستي عناصرو برید او په یو وخت د څو ځانمرګو بریدونو رامنځته کېدل د ۷ پاکستاني پوځیانو د وژل کېدو سبب شول.
د جیو نیوز د راپور له مخې، د پاکستان پوځ په خپل بیان کې ویلي، چې دا برید د شپږو کسانو له خوا شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې بریدګرو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د اردو یوې مرمۍ ته نږدې کړی او په ترڅ کې یې څو ځانمرګي بریدونه شوي، چې له امله یې د ودانۍ یوه برخه ویجاړه شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي دي: د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او د ملي اردو دوه لوړ رتبه افسرانو (یو ډګروال او یو بریدمل) هم په سیمه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په پاکستان کې د خراسان ډېلي خبري وېبپاڼې هم ليکلي چې په شمالي وزيرستان کې پر امنيتي ځواکونو د ځانمرګي بريد مسووليت د "حافظ ګل بهادر" په نوم يوې وسله والې ډلې منلی دی.
د روغتون سرچینو رسنیو ته ویلي، چې تر اوسه ۲۰ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، چې د ځینو روغتیايي وضعیت نازک دی او احتمال شته، چې د تلفاتو شمېر زیات شي.
د مطلب کود: 287477