افغان غږ خبری آژانس: پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د شمالي وزیرستان پر یوه پوځي مرکز ځانمرګی برید شوی او بیا په دغه مرکز د ترهګرو عناصرو برید کړی دی.
څو شېبې وړاندې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ: په پوځي مرکز باندې د تروریستي عناصرو برید او په یو وخت د څو ځانمرګو بریدونو رامنځته کېدل د ۷ پاکستاني پوځیانو د وژل کېدو سبب شول.
د جیو نیوز د راپور له مخې، د پاکستان پوځ په خپل بیان کې ویلي، چې دا برید د شپږو کسانو له خوا شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې بریدګرو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د اردو یوې مرمۍ ته نږدې کړی او په ترڅ کې یې څو ځانمرګي بریدونه شوي، چې له امله یې د ودانۍ یوه برخه ویجاړه شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي دي: د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او د ملي اردو دوه لوړ رتبه افسرانو (یو ډګروال او یو بریدمل) هم په سیمه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په پاکستان کې د خراسان ډېلي خبري وېبپاڼې هم ليکلي چې په شمالي وزيرستان کې پر امنيتي ځواکونو د ځانمرګي بريد مسووليت د "حافظ ګل بهادر" په نوم يوې وسله والې ډلې منلی دی.
د روغتون سرچینو رسنیو ته ویلي، چې تر اوسه ۲۰ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، چې د ځینو روغتیايي وضعیت نازک دی او احتمال شته، چې د تلفاتو شمېر زیات شي.