کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال د وضعیت د څېړلو په موخه پکتیکا ته تللی

1 حمل 1403 ساعت 11:38

د اسلامي امارت د ځواکونو او پاکستاني پوځیانو تر منځ له سرحدي جګړې وروسته د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې پکتیا ته د لوی درستیز مرستیال مالي خان صدیق د سفر خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد د پوځ د لوی درستیز مرستیال مالې خان صدیق په فرضي کرښه کې د ملي اردو د سرتېرو له پوستو څخه لیدنه کړې ده. 
 
د دغه وزارت په وینا، د هېواد د پوځ د لوی درستیز مرستیال یرغلګرو ته د خبرداری په پیغام کې وویل: موږ د جګړې طرفدار نه یو، خو که زموږ د خاورې پر یوه کونج هم ډزې وشي، زموږ تجربه لرونکي ځواکونه به ونه توانېږي چې بې تفاوته پاتې شئ او سمدلاسه به ځواب ووایی."
 
د يادونې وړ ده، چې د دوشنبې په سهار پاکستاني ځواکونو په پکتيا، خوست او پکتيکا ولايتونو کې يو شمېر هدفونه په نښه کړل. دا بریدونه د دواړو خواوو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې لامل شوي دي.


د مطلب کود: 287660

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287660/د-ملي-دفاع-وزارت-لوی-درستیز-مرستیال-وضعیت-څېړلو-په-موخه-پکتیکا-ته-تللی

آوا
  https://www.avapress.com