افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد د پوځ د لوی درستیز مرستیال مالې خان صدیق په فرضي کرښه کې د ملي اردو د سرتېرو له پوستو څخه لیدنه کړې ده.
د دغه وزارت په وینا، د هېواد د پوځ د لوی درستیز مرستیال یرغلګرو ته د خبرداری په پیغام کې وویل: موږ د جګړې طرفدار نه یو، خو که زموږ د خاورې پر یوه کونج هم ډزې وشي، زموږ تجربه لرونکي ځواکونه به ونه توانېږي چې بې تفاوته پاتې شئ او سمدلاسه به ځواب ووایی."
د يادونې وړ ده، چې د دوشنبې په سهار پاکستاني ځواکونو په پکتيا، خوست او پکتيکا ولايتونو کې يو شمېر هدفونه په نښه کړل. دا بریدونه د دواړو خواوو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې لامل شوي دي.