کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اوبو پر سخت بحران ټینګار کړی/ ۷۹ سلنه خلک کافي اوبو ته لاس رسی نه لري

4 حمل 1403 ساعت 9:55

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) په افغانستان کې د اوبو د کمښت د بحران په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دې ننګونې په افغانستان کې میلیونونه خلک اغېزمن کړي دي.


آوا - کابل: دغه سازمان د جمعې په ورځ «۳ حمل» په خپل نوي راپور کې ویلي چې د افغانستان شاوخوا ۷۹ سلنه وګړي کافي اوبو ته لاسرسی نه لري.
 
د دغه سازمان په وینا، سخته وچکالي، اقتصادي بې ثباتي، د اوږدمهاله شخړو ویجاړونکي اغیزې او د اقلیم بدلون چې د اوبو د حیاتي تاسیساتو د ویجاړولو لامل شوي هغه عوامل دي چې دا بحران يي مينځته راوړی.
 
دغه سازمان په خپل راپور کې د اوبو پر حیاتي رول ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې د څښاک د پاکو اوبو رسولو له سلګونو پروژو ملاتړ کړی دی.
 
دغه سازمان په هېواد کې د اوبو د بحران د پراخېدو په اړه خبرداری ورکوي چې په ۲۰۲۳ کال کې به د افغانستان شاوخوا ۶۷ سلنه خلک د وچکالۍ له کړکېچ څخه اغېزمن شي.
 
له دې سره سره د هجري لمریز کال د حوت په میاشت کې د واورو او بارانونو څپې په هېواد کې له اوبو ډک راتلونکي کال ته هیلې زیاتې کړې دي.


د مطلب کود: 287712

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287712/ملګرو-ملتونو-په-افغانستان-کې-د-اوبو-پر-سخت-بحران-ټینګار-کړی-۷۹-سلنه-خلک-کافي-ته-لاس-رسی-نه-لري

آوا
  https://www.avapress.com