افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه سازمان د جمعې په ورځ «۳ حمل» په خپل نوي راپور کې ویلي چې د افغانستان شاوخوا ۷۹ سلنه وګړي کافي اوبو ته لاسرسی نه لري.
د دغه سازمان په وینا، سخته وچکالي، اقتصادي بې ثباتي، د اوږدمهاله شخړو ویجاړونکي اغیزې او د اقلیم بدلون چې د اوبو د حیاتي تاسیساتو د ویجاړولو لامل شوي هغه عوامل دي چې دا بحران يي مينځته راوړی.
دغه سازمان په خپل راپور کې د اوبو پر حیاتي رول ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې د څښاک د پاکو اوبو رسولو له سلګونو پروژو ملاتړ کړی دی.
دغه سازمان په هېواد کې د اوبو د بحران د پراخېدو په اړه خبرداری ورکوي چې په ۲۰۲۳ کال کې به د افغانستان شاوخوا ۶۷ سلنه خلک د وچکالۍ له کړکېچ څخه اغېزمن شي.
له دې سره سره د هجري لمریز کال د حوت په میاشت کې د واورو او بارانونو څپې په هېواد کې له اوبو ډک راتلونکي کال ته هیلې زیاتې کړې دي.