کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غور کې دوه تنه د تبر په ګوزارونو وژل شوي

4 حمل 1403 ساعت 10:09

د غور ولایت دولتي امنیتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې دوه تنه د تبر په وسیله وژل شوي دي.


آوا - کابل: د غور ولایت سرپرست امنیه قوماندانی د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې دغه کسان د پنجشنبې په ورځ د حمل په دوهمه د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د کورنیو او خپلوانو د ستونزو له امله په تبر وژل شوی دی. 
 
په خبرپانه کې راغلي دي چې په پسابند ولسوالۍ کې د سرپرست حکومت کشفي ځواکونو د دغې پېښې په تړاو دوه تنه نيولي او څېړنې ترې روانې دي.


د مطلب کود: 287714

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287714/په-غور-کې-دوه-تنه-د-تبر-ګوزارونو-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com