افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غور ولایت سرپرست امنیه قوماندانی د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې دغه کسان د پنجشنبې په ورځ د حمل په دوهمه د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د کورنیو او خپلوانو د ستونزو له امله په تبر وژل شوی دی.
په خبرپانه کې راغلي دي چې په پسابند ولسوالۍ کې د سرپرست حکومت کشفي ځواکونو د دغې پېښې په تړاو دوه تنه نيولي او څېړنې ترې روانې دي.