کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عامې روغتیا وزیر د چین له سفیر سره د "جمهوریت روغتون" د بیارغونې په اړه خبرې وکړې

6 حمل 1403 ساعت 10:30

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره په کتنه کې د جمهوریت روغتون د بیارغونې په برخه کې د دغه هېواد د همکارۍ غوښتنه وکړه.


آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره وکتل. نوموړي د جمهوريت د روغتون د بیارغونې په اړه خبرې کړې دي.

د ملي تلویزیون د معلوماتو له مخې، د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د روغتیا په برخه کې د پانګونې، د کرونا او پولیو د کنټرول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښې همغږۍ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

ويل شوي دي چې د چين سفير په دغه کتنه کې له افغانستان سره د روغتيا په برخه کې د دغه هېواد د همکاريو د دوام ډاډ ورکړى دى.


د مطلب کود: 287802

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287802/د-عامې-روغتیا-وزیر-چین-له-سفیر-سره-جمهوریت-روغتون-بیارغونې-په-اړه-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com