افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره وکتل. نوموړي د جمهوريت د روغتون د بیارغونې په اړه خبرې کړې دي.
د ملي تلویزیون د معلوماتو له مخې، د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د روغتیا په برخه کې د پانګونې، د کرونا او پولیو د کنټرول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښې همغږۍ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.
ويل شوي دي چې د چين سفير په دغه کتنه کې له افغانستان سره د روغتيا په برخه کې د دغه هېواد د همکاريو د دوام ډاډ ورکړى دى.