دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 278969
د جمهوریت روغتون د څلور میلیارد افغانیو په لګښت د نړیوالو معیارونو سره سم رغول کیږي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په کابل کې د جمهوريت روغتون د څلور میلیارد افغانیو په لګښت په نړیوالو معیارونو رغول کېږي، چې له امله به یې هېوادوال د درملنې لپاره بهر ته تګ ته اړ نه شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد د جمهوريت د روغتون د بیارغونې د کار د پرانستلو په مراسمو کې وویل: په کابل کې به د جمهوريت روغتون د نړیوالو معیارونو سره سم رغول او عصري شي، ترڅو د هیوادوالو نور به مجبور نه وي چې د درملنې لپاره بهر ته سفر وکړي.  
 
ښاغلي عباد وویل: د دغه روغتون د بیارغونې لپاره شاوخوا څلور میلیارده افغانۍ ځانګړې شوې دي. موږ شاوخوا ۳۱۷ میلیونه افغانۍ د ترمیم په چارو لګوو. موږ د طبي وسایلو لپاره نږدې دوه میلیارده او ۶۷۰ میلیونه افغانۍ ځانګړي کړي او ۹۲۱ میلیونه افغانۍ په معاشونو لګوو.
 
د جمهوريت روغتون چارواکو ویلي تر څو چې د دغه روغتون د ترمیم کار بشپړ شوی نه وي، د دوی خدمات به په علي جناح روغتون کې وړاندې شي.
 
د جمهوريت روغتون مشر، امیرالله وویل: "لویه اړتیا دا ده چې څنګه خدمات وړاندې کړو. اوسني خدمتونه تر ډیره حده اغیزمن نه دي. په علي جناح روغتون کې لنډمهاله خدمات وړاندې کیږي.
 
په همدې حال کې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت سرپرست وویل، اسلامي امارت انکشافي پروژو ته ځانګړې پاملرنه کوي او د روغتیا وزارت له مسوولینو یې غوښتي، چې په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
 
نجیب الله حقاني وویل: هغه ستونزه چې موږ په هر سکتور کې په ځانګړې توګه روغتیا کې ورسره مخ یو، د کیفیت ستونزه ده. دا سمه نه ده چې موږ ډاکټر نه لرو، موږ ډاکټران لرو. موږ د ټکنالوژۍ په څانګه کې فارغان لرو. موږ په هره څانګه کې خلک لرو. "له بده مرغه کیفیت داسې دی چې د ټولنې درد نه دوا کوي."
 
د ښار جوړونې او کور جوړونې سرپرست وزیر حمدالله نعماني وویل: "ځکه چې دلته غصب او فساد شتون درلود، کله چې غاصبین چېرته ځي، نو فساد له ځانه سره وړي او فساد کیفیت کمزوری کوي.
 
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، له افغانستانه بهر د هېوادوالو د درملنې په برخه کې هر کال ۵۰۰ میلیونه ډالره لګښت راځي.
 
https://avapress.com/vdcg379xyak9uy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته