کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د شبرغان - مزار شریف پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

6 حمل 1403 ساعت 10:43

د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي، د شبرغان-مزار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.


آوا - کابل : باختر آژانس د يکشنبې په ورځ د پيام هملند له خولې خبر راکړ چې دغه پيښه د موټر چلوونکي د ګړنديتوب او بې احتياطۍ له امله رامنځته شوه چې له امله يې درې تنه وژل شوي.
 
په دې وروستيو کې په هېواد کې د ترافيکي پېښو په کچه کې د پام وړ زياتوالى راغلى او په ډېرى مواردو کې د ترافيکي پېښو اصلي لاملونه د موټر چلوونکو بې احتياطي، د سړکونو خرابوالى او د موټر چلوونکو ډېر سرعت بلل کېږي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د سرپرست حکومت کابینې په خپله وروستۍ غونډه کې اړوندو ادارو ته دنده وسپارله چې په هېواد کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره پلان جوړ کړي.
 
په دې غونډه کې د سرپرست حکومت کابینې د سترې محکمې په همغږۍ د کورنیو چارو وزارت او د ترانسپورت، هوايي چلند او فواید عامې وزارتونو ته دنده وسپارله چې په لویو لارو کې د موټرونو د سرعت د معلومولو لپاره پلان او لازم ټرافیکي وسایل چمتو او له هغه سره شریک کړي. 
 
ترافيکي پېښې په افغانستان کې د مرګ ژوبلې يو له عمده لاملونو څخه دي او هره ورځ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې له يو څخه تر څو ترافيکي پېښې ثبتېږي.
 
په تازه پېښه کې په هلمند ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن وژل شوى دى.


د مطلب کود: 287806

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287806/د-شبرغان-مزار-شریف-پر-لویه-لار-ترافیکي-پېښې-له-امله-۶-تنو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې-ده

آوا
  https://www.avapress.com