دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 287806
د شبرغان - مزار شریف پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي، د شبرغان-مزار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل : باختر آژانس د يکشنبې په ورځ د پيام هملند له خولې خبر راکړ چې دغه پيښه د موټر چلوونکي د ګړنديتوب او بې احتياطۍ له امله رامنځته شوه چې له امله يې درې تنه وژل شوي.
 
په دې وروستيو کې په هېواد کې د ترافيکي پېښو په کچه کې د پام وړ زياتوالى راغلى او په ډېرى مواردو کې د ترافيکي پېښو اصلي لاملونه د موټر چلوونکو بې احتياطي، د سړکونو خرابوالى او د موټر چلوونکو ډېر سرعت بلل کېږي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د سرپرست حکومت کابینې په خپله وروستۍ غونډه کې اړوندو ادارو ته دنده وسپارله چې په هېواد کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره پلان جوړ کړي.
 
په دې غونډه کې د سرپرست حکومت کابینې د سترې محکمې په همغږۍ د کورنیو چارو وزارت او د ترانسپورت، هوايي چلند او فواید عامې وزارتونو ته دنده وسپارله چې په لویو لارو کې د موټرونو د سرعت د معلومولو لپاره پلان او لازم ټرافیکي وسایل چمتو او له هغه سره شریک کړي. 
 
ترافيکي پېښې په افغانستان کې د مرګ ژوبلې يو له عمده لاملونو څخه دي او هره ورځ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې له يو څخه تر څو ترافيکي پېښې ثبتېږي.
 
په تازه پېښه کې په هلمند ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن وژل شوى دى.
https://avapress.com/vdcgzu9x3ak9774.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته