دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۱
د مطلب کود : 272927
مزارشریف ته د شبرغان د ګازو د لېږد بهیر د ۶۰۹ میلیونه افغانیو په لګښت تمدید شو
د جوزجان سیمه‌ییزو چارواکو د ۶۰۹ میلیونه افغانیو په لګښت د مزارشریف د سرې او برېښنا فابریکې ته د شبرغان د ګازو د لېږد بهیر غځولی دی.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د جوزجان د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور پرون شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د جوزجان ولایت د د ګازو نل لیکه د خاجي ګوګردک – د مزارشریف د سرې فابریکې ته وغځول.
 
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د دغې پروژې د پرانستلو په مراسمو کې وويل: د دغې لارې د ګازو پخوانۍ نل ليکه چې څه دپاسه پنځوس کاله مخکې غځېدلې وه، نږدې له کاره لوېدلې او اوس د دغې سترې پروژې په بشپړېدو سره د ګازو د توليد کچه لوړه شوې ده.
 
د شبرغان د افغان ګاز مسئول اختر محمد منصور هم وويل: دغه پروژه د کانونو او پټروليم وزارت له بودجې څخه د ٦٠٩ ميليونه افغانيو په لګښت بشپړېږي.
 
د هغه په ​​وينا، د دې نل ليکې اوږدوالی ٩٤،٥ کيلومتره دى، چې له خواجه ګردش شبرغان څخه د مزارشريف د سرې فابريکې پورې غځېږي او د ګازو يوه له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور یوه ورځ وړاندې په سرپل قشقري کې د تېلو د استخراج لومړنۍ څاه پرانیستله.
 
https://avapress.com/vdceww8wfjh8foi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته