دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۰۹
د مطلب کود : 81258
وسله والو د شبرغان د تفحصاتو ریاست یو پهره دار وواژه
د شبرغان د تفحصاتو ریاست یو پهره دار د ناپيژانده وسله وا لخوا د په ډزو ووژل شو.
د جوزجان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالمنان رووفي ازادي راډيو ته وویل؛ حمیدالله چې ددغه ولایت د تفحصاتو د ریاست کارمند و پرون دوې بجې تر غرمې وروسته د دوو ناپیژاندو وسله والو چې په  موټر سیکل سپاره وو؛ په ډزو ووژل شو.
د سیمې عیني شاهدان وایي، دغه پيښه د جوزجان والي د کور په ۲۰ متري کې شوې ده.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbw5bw.rhb8sp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته