دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 70680
سوپکو: د شبرغان د دارالمعلمین ودانۍ د ستونزو د لرلو سربیره د افغانانو له خوا کارول کېږي
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې مفتش په شبرغان کې د دارالمعلمین د جوړې شوې ودانۍ په اړه په خپل یو راپورکې ویلي دي چې؛ دا ودانۍ د روغتیايي او ساختماني ستونزو د لرلو سربیره د افغانانو له خوا کارول کېږي.
جان سوپکو په خپل دې راپور کې وايي، د دې ودانۍ د جوړولو کار چې څلور کاله مخکې پیل شوې اوس هم بشپړه شوې نه ده. د نوموړې په وینا ددې ودانۍ په ودانولو کې شوې ژمنې نه دي عملې شوې.

په دې راپور کې د امریکا ځانګړې مفتش ویلي دي، امریکايي انجینرانو د هغو قراردادیانو د کار څارنه نه ده کړې د دې ودانۍ د جوړونې چارې یې ورسپارلې وې او پیسې یې هم ورکړې وې.

راپور وايي، په دې ودانۍ کې د بريښنا مزې داسې غزول شوې دي چې؛ د کارونکو ژوند ته خطر پېښوي، یو شمېر نورې چارې یې هم په سم کېفیت نه دې ترسره شوې، فرعي قرادادیانو ته پیسې نه دي ورکړل شوې او د هغو کارګرانو شمیر هم زیات ښودل شوې چې په دې ودانۍ کې کار کوي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې مفتش جان سوپکو راپور وايي اداره یې نه پوهیږي چې امریکايي اینجنرانو ولې هغو قراردادیانو ته چې دا ودانۍ جوړوله مخکې له دې چې په ودانۍ کې شته ستونزې سمې کړي ټولې پیسې ورکړي دي ؟

د یادونې وړ ده چې؛ د افغانستان د بیا رغونې لپاره ځانګړې امریکايي مفتش په دې وروستیو کې د بیا رغونې په برخه کې د څو ودانیو په اړه په ورته راپورونو کې ویلي دي چې قراردادیانو سمې نه دي جوړې کړې او په کې د اوسیدونکو خلکو ژوند له خطر سره مخ دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciuqay.t1auv26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته