دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۰۲
د مطلب کود : 70150
جان سوپکو: په هلمند کې د امریکا د پوځ یوه نوې جوړه شوې پوځي اډه به له منځه یوړل شي
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې مفتش دفتر وايي، په هلمند ولایت کې د امریکا د پوځ یوه نوې جوړه شوې پوځي اډه چې؛ هیڅ نه ده کارول شوې، ډیر احتمال لري چې؛ له منځه یوړل شي.
د چارشنبې په ورځ دې ادارې وویل چې؛ د دې پوځې اډې پر جوړولو څلور دیرش میلیونه ډالر لګول شوي دي او هیڅ ګټه ترې نه ده اخیستل شوې.
د افغانستان د بیارغونې د چارو په برخه کې د امریکا ځانګړې مفتش جان سوپکو وايي، له بده مرغه دا پوځې اډه نه ده کارول شوې او امکان لرې چې؛ چې؛ هیڅکله به د هغه څه لپاره ونه کارول شې د کوم څه په هدف چې؛ دا پوځي اډه جوړه شوې وه.

د امریکا ځانګړ مفتش په یو راپور کې د یو لوړ پوړي امریکايي پوځي چارواکې له خولې ویلي، دا پوځي ودانۍ د هغه پوځي کنډک لپاره پلان شوې وه چې؛ افغانستان ته هیڅ وا نه ستول شو. ورپسې پریکړه وشوه چې؛ دا ودانۍ دې نه جوړیږي. خو پرته له دې چې؛ دلیل یې وویل شې، ددې پوځي اډې جوړول پیل شول او اوس دا پوځي اډه بشپړ شوې ده.
جان سوپکو وايي، پوځي چارواکو ورته ویلي چې؛ دا پوځي اډه به یا له منځه وړل کېږي او یا به افغان حکومت ته سپارل کېږي.
دې امریکايي مفتش ددې پوځې اډې د ساتلو په برخه کې دې افغان حکومت په وړتیا هم شک څرګند کړی او د یوې نوې او داسې ودانۍ نړول یې هم ناسم کار بللی چې؛ هیڅ نه ده کارول شوې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaw6n0.49nwm1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته