دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۵
د مطلب کود : 171236
سوپکو: له افغانستان سره د امریکا او نړیوالې ټولنې مالي مرستې تر ډېره ضایع شوي
د افغانستان د بیارغونې د څارنې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی سرمفتش وايي، امریکا په کم وخت کې په افغانستان ډېرې پیسې ولګولې او د دې پیسو زیاته برخه په دُبۍ کې بانکي حسابونو ته لوېدلې او په بهر نړۍ کې پرې کورونه اخيستل شوي دي.

د افغانستان د بیارغونې د څارنې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش جان سوپکو وايي، له افغانستان سره د متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې مالي مرستې په لویه اندازه ضایع شوې دي.
د کاناډا له ټورنټو سټار ورځپاڼې سره په مرکه کې جان سوپکو ویلي، هغه پیسې چې د افغانستان د بیارغونې لپاره ورکړل شوې دي، زیاته برخه يې د دُبۍ بانکي حسابونو ته لوېدلې دي، په دُبۍ، د امریکا په ویریجینیا او د کاناډا په وانکور ښارونو کې پرې کورونه اخيستل شوي دي.
د سیګار مشر ویلي، له ۱۷ کلونو وروسته له کله چې امریکا په افغانستان کې د ترورېزم پرضد جګړه پیل کړه، دا هېواد لا هم له ستونزو سره مخ دی، د افغان امنیتي ځواکونو ظرفیت تر سوال لاندې دی، فساد دوام لري او د نشه یي موادو تولید لا هم د دولت ضد وسله والو د تمویل سرچینه ده.
نوموړي ویلي، مونږ په افغانستان کې په ډېر کم وخت کې دومره زیاتې پیسې مصرف کړې چې د دې وړوکې هېواد اقتصاد يې ظرفیت نه درلود.
جان سوپکو ویلي دي چې افغانستان لا هم له ستونزو سره لاس او ګریوان دی چې د مالي فساد په شمول، په ځینو ستونزو کې يې متحده ایالات هم لاس لري.
د جان سوپکو په مشرۍ د افغانستان د بیارغونې د څارنې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش اداره یا سیګار له تېرو ۶ کلونو راهیسې، د هغو پیسو په اړه پلټنه کوي چې د افغانستان په امنیتي، اقتصادي او د بیارغونې په چارو لګېدلې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmydyvw6de0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته