کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېر کال ۵،۲ میلیارده زوړ بانکنوټونه سوځول شوي

6 حمل 1403 ساعت 10:52

د افغانستان مرکزي بانک وايي، په تېر یوه کال کې یې شاوخوا ۵،۲ میلیارده افغانۍ زوړ بانکنوټونه سوځولي دي.


آوا - کابل: د افغانستان د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېر کال کې د هېواد له مرکز او بېلابېلو زونونو څخه شاوخوا ۵،۲ میلیارده افغانۍ راټولې او سوځول شوې دي.
 
د دغه بانک د معلوماتو له مخې، د زړو پیسو د سوځولو په مقابل کې د پولي سیاستونو په پام کې نیولو سره نوي بانکنوټونه خلکو ته وړاندې شوي دي.
 
دغه بانک له هېوادوالو غوښتي، چې د نوو بانکنوټونو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.


د مطلب کود: 287810

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287810/تېر-کال-۵-۲-میلیارده-زوړ-بانکنوټونه-سوځول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com