افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېر کال کې د هېواد له مرکز او بېلابېلو زونونو څخه شاوخوا ۵،۲ میلیارده افغانۍ راټولې او سوځول شوې دي.
د دغه بانک د معلوماتو له مخې، د زړو پیسو د سوځولو په مقابل کې د پولي سیاستونو په پام کې نیولو سره نوي بانکنوټونه خلکو ته وړاندې شوي دي.
دغه بانک له هېوادوالو غوښتي، چې د نوو بانکنوټونو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.