کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دوه تنه انسان تښتوونکي په کابل کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول

6 حمل 1403 ساعت 10:55

د کابل ولایت امنیه قومندانۍ اعلان کړی، چې تېره شپه (یکشنبه، حمل ۵) د پلازمېنې په ۱۸مه ناحیه کې دوه تنه وسله وال سړي تښتوونکي له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.


آوا - کابل: د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په ایکس پاڼه کې لیکلي چې دوه تنه وسله وال سړي تښتوونکي له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ د ویاند په خبره، تیره شپه درې تنه سړي تښتوونکي د ګزمې پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې.

له دې وړاندې هم داسلامي امارت امنیتي ځواکونو دجګړې په ترڅ کې یو شمیر سړي تښتوونکي وژلي وو.


د مطلب کود: 287811

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287811/دوه-تنه-انسان-تښتوونکي-په-کابل-کې-له-امنيتي-ځواکونو-سره-نښته-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com