افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په ایکس پاڼه کې لیکلي چې دوه تنه وسله وال سړي تښتوونکي له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
د کابل د امنیه قومندانۍ د ویاند په خبره، تیره شپه درې تنه سړي تښتوونکي د ګزمې پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې.
له دې وړاندې هم داسلامي امارت امنیتي ځواکونو دجګړې په ترڅ کې یو شمیر سړي تښتوونکي وژلي وو.