کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دوامدارې همکارۍ د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره د یونیسف د استازي په ناسته کې متمرکزې وې

6 حمل 1403 ساعت 10:58

د عامې روغتیا وزارت سرپرست او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) نوي استازي د روغتیا په برخه کې د یونیسف د دوامداره همکاریو او د دواړو لورو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالي خبرې وکړې.


آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) له نوي استازي تاج الدین اویلا سره وکتل. 

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د روغتیا په برخه کې د دغه بنسټ د دوامداره همکاریو، د روغتیا په برخه کې د تخنیکي ملاتړ، د دواړو لورو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالي او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وکړې.

د يادونې وړ ده، چې د نړيوالو مرستو له بندېدو سره د افغانستان روغتيايي سيستم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دى.


د مطلب کود: 287812

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287812/دوامدارې-همکارۍ-د-عامې-روغتیا-وزارت-له-سرپرست-سره-یونیسف-استازي-په-ناسته-کې-متمرکزې-وې

آوا
  https://www.avapress.com