دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 287812
دوامدارې همکارۍ د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره د یونیسف د استازي په ناسته کې متمرکزې وې
د عامې روغتیا وزارت سرپرست او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) نوي استازي د روغتیا په برخه کې د یونیسف د دوامداره همکاریو او د دواړو لورو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالي خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) له نوي استازي تاج الدین اویلا سره وکتل. 

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د روغتیا په برخه کې د دغه بنسټ د دوامداره همکاریو، د روغتیا په برخه کې د تخنیکي ملاتړ، د دواړو لورو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالي او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وکړې.

د يادونې وړ ده، چې د نړيوالو مرستو له بندېدو سره د افغانستان روغتيايي سيستم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دى.
https://avapress.com/vdcdf50xxyt0jj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته