کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پنجشېر کې تېر کال د کانونو له ریاست څخه شاوخوا ۳۶۲ زره ډالره عواید ترلاسه شوي دي

6 حمل 1403 ساعت 11:01

د پنجشېر ولايت د کانونو او پټروليم رياست د تېر کال په ترڅ کې د دغه ولايت له کانونو څخه د زمرد د استخراج له عوايدو څخه ٣٦٢ زره او ٩٧٧ ډالره عوايد اعلان کړي دي.


آوا - کابل: د پنجشیر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست د معلوماتو له مخې، دغه عواید د څه باندې درې میلیونه او ۶۲۹ زره ډالرو په ارزښت د څه باندې ۵۰ زره قیراط زمرد له پلورلو څخه ترلاسه شوي دي.

دغه ریاست زیاتوي، چې زرګونه کسانو ته د کار د زمینې برابرولو ترڅنګ په دغه ولایت کې د سرو زرو، سپینو زرو او اوسپنې د کانونو د استخراج په برخه کې هم لومړني کارونه روان دي.


د مطلب کود: 287814

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287814/په-پنجشېر-کې-تېر-کال-د-کانونو-له-ریاست-څخه-شاوخوا-۳۶۲-زره-ډالره-عواید-ترلاسه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com