دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 287814
په پنجشېر کې تېر کال د کانونو له ریاست څخه شاوخوا ۳۶۲ زره ډالره عواید ترلاسه شوي دي
د پنجشېر ولايت د کانونو او پټروليم رياست د تېر کال په ترڅ کې د دغه ولايت له کانونو څخه د زمرد د استخراج له عوايدو څخه ٣٦٢ زره او ٩٧٧ ډالره عوايد اعلان کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشیر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست د معلوماتو له مخې، دغه عواید د څه باندې درې میلیونه او ۶۲۹ زره ډالرو په ارزښت د څه باندې ۵۰ زره قیراط زمرد له پلورلو څخه ترلاسه شوي دي.

دغه ریاست زیاتوي، چې زرګونه کسانو ته د کار د زمینې برابرولو ترڅنګ په دغه ولایت کې د سرو زرو، سپینو زرو او اوسپنې د کانونو د استخراج په برخه کې هم لومړني کارونه روان دي.
https://avapress.com/vdcfyed0jw6dcca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته