کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان کې څلور ټنه تاریخ تیره او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول

7 حمل 1403 ساعت 9:37

په جوزجان ولایت کې د خوراکي توکو او درملو د ملي ادارې چارواکي وايي، په جوزجان ولایت کې د خوراکي توکو او درملو د ادارې له فعالیتونو وروسته په تېر کال کې شاوخوا ۱۹۴ درملتونونه او د خوراکي توکو د تولید فابریکې تر څارنې او څېړنې لاندې ونیول شوې چې په پایله کې یې څه باندې څلور ټنه تاریخ تیره او بی کیفیته توکې نیول شوي دي.


آوا - مزارشریف: د جوزجان ولایت د خوړو او درملو ادارې رئیس قاري عبدالغني صمیم وویل: په دغه ولایت کې تېر کال کې شاوخوا ۱۹۴ درملتونونه او د خوراکي توکو د تولید فابریکې تر څارنې او څېړنې لاندې ونیول شوې چې په پایله کې یې څه باندې څلور ټنه تاریخ تیره او بی کیفیته توکې نیول شوي دي.
 
قاري صمیم وویل، د شبرغان ښار ښاریانو او د جوزجان ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړل، چې هیچا ته به اجازه ورنکړل شي، چې بې کیفیته درملو او خوراکي توکو پېر او پلور وکړي.
 
له بلې خوا د جوزجان ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس قاري عبدالحی عمر مختار زیاته کړه: "ټول چارواکي او دولتي کارکوونکي مکلف دي چې د ټولنې د روغتیا د ساتنې په موخه د خوړو او درملو له ملي ادارې سره همکاري وکړي. 
 
په ورته وخت کې د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار یو شمېر اوسېدونکو د خوړو او درملو د ملي ادارې د کړنو ستاینه وکړه او ویې ویل: بې کیفیته درمل او خوراکي توکي باید وسوځول شي.
 
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په ښارونو او ولسواليو کې د بې کيفيته او تاریخ تیره درملو او خوراکي توکو پېر او پلور ډېر کېږي.


د مطلب کود: 287849

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287849/په-جوزجان-کې-څلور-ټنه-تاریخ-تیره-او-بې-کیفیته-درمل-خوراکي-توکي-له-منځه-یوړل-شول

آوا
  https://www.avapress.com