افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د جوزجان ولایت د خوړو او درملو ادارې رئیس قاري عبدالغني صمیم وویل: په دغه ولایت کې تېر کال کې شاوخوا ۱۹۴ درملتونونه او د خوراکي توکو د تولید فابریکې تر څارنې او څېړنې لاندې ونیول شوې چې په پایله کې یې څه باندې څلور ټنه تاریخ تیره او بی کیفیته توکې نیول شوي دي.
قاري صمیم وویل، د شبرغان ښار ښاریانو او د جوزجان ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړل، چې هیچا ته به اجازه ورنکړل شي، چې بې کیفیته درملو او خوراکي توکو پېر او پلور وکړي.
له بلې خوا د جوزجان ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس قاري عبدالحی عمر مختار زیاته کړه: "ټول چارواکي او دولتي کارکوونکي مکلف دي چې د ټولنې د روغتیا د ساتنې په موخه د خوړو او درملو له ملي ادارې سره همکاري وکړي.
په ورته وخت کې د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار یو شمېر اوسېدونکو د خوړو او درملو د ملي ادارې د کړنو ستاینه وکړه او ویې ویل: بې کیفیته درمل او خوراکي توکي باید وسوځول شي.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په ښارونو او ولسواليو کې د بې کيفيته او تاریخ تیره درملو او خوراکي توکو پېر او پلور ډېر کېږي.