کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اطلاعاتو او کلتور وزارت: تېر کال په هېواد کې ۲۵ نويو رسنیو په فعالیت پیل وکړ

7 حمل 1403 ساعت 9:45

د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي په ۱۴۰۲ کال کې د ۲۵ نویو ویډیويي، غږیزو او چاپي رسنیو د پیل خبر ورکوي او وايي چې په ټول هېواد کې د دغه وزارت په چوکاټ کې ۲۸۳ رسنۍ فعالیت کوي.


آوا - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې اوسمهال د دغه وزارت په چوکاټ کې ۲۸۳ رسنۍ فعالیت کوي او په تېر کال کې ۲۵ نوې ویډیويي، غږیزو او چاپي رسنیو هم په فعالیت پیل کړی دی.

د ملي ټلوېزيون د معلوماتو له مخې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند قاري خبيب غفران د هغو رسنيو شمېر چې جوازونه يې ترلاسه کړي، درې ټلوېزيونونه، ١٧ راډيوګانې او پنځه وېبپاڼې اعلان کړې.

د دغه وزارت ویاند همداراز زیاتوي چې دغه وزارت په تېر یوه کال کې د ۳۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۶ تاریخي اثار رغولي او د ۱۱۰۰ نورو اثارو د قاچاق مخه نیولې ده.

هغه دا هم یادونه وکړه چې د اسلامي امارت پر ضد د نړۍ له منفي تبلیغاتو سره سره په هېواد کې د ګرځندویانو کچه ورځ تر بلې په ډېرېدو ده.

په همدې حال کې ډېری خبریالان او رسنۍ وايي، چې په تېر یوه کال کې د دوی تر ټولو لویه ننګونه اطلاعاتو ته د لاسرسي نشتوالی دی.


د مطلب کود: 287850

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287850/د-اطلاعاتو-او-کلتور-وزارت-تېر-کال-په-هېواد-کې-۲۵-نويو-رسنیو-فعالیت-پیل-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com